د ننګرهار چارواکي وایي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په نوکړخېلو سیمه کې د ماين چاودنې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل، د پنجشنبې پر سهار شاوخوا نهه بجې د مېلې پر مهال په يوه موټر کې اېښودل شوي ماين چاودنه کړې، چې له امله يې د يو قومندان حکيم الله په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي چې په دغه چاودنه کې څلور ولسي وګړي برسېرن ټپيان شوي او د درملنې لپاره نږدې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د پېښې مسوولیت لا تر دې دمه چا نه دی منلې.