د پاکستان د هوايي ځواکونو يوه الوتکه په پېښور کې غورځېدلې چې پکې دوه پايلټان وژل شوي دي.
د پاکستان ډان او جیو نيوز ټيليويژن د هوايي ځواکونو له خوا د ورکړل شويو مالوماتو پر اساس وايي چې تربيتي الوتکه نن سهار د هوايی ځواکونو د پېښور مرکز سره د کښېناستو پر مهال وغورځېدله.
د ځواکونو وياند ويلي چې د پېښې د وجې مالوملو لپاره د څېړنو حکم ورکړل شوی دی.