د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن له ولسمشر اشرف غني څخه غواړي چې د دغه کمیشن د دارالانشا مشر ژر تر ژره معرفي کړي.
د انتخاباتو د کمېسیون یوه کمشنر سید حفیظ الله هاشمي د شبنې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دغه کمیشن د دارالانشا د مشر په معرفي کولو کې ځنډ د دې سبب شوی چې د انتخاباتو د بهیر چارې په ځنډ پر مخ ولاړې شي.
« د دارالانشاء څوکۍ لپاره د یوه پیاوړي مدیر نه شتون لویه ستونزه ده. په دې برخه کې نیمګړتیا محسوسه ده او ښایې د انتخاباتو بهیر ته زیان ورسوي.»
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د دارالانشا د مشرۍ لپاره د ۱۳ نوماندانو لست ولسمشر ته لېږلی څو له هغه څخه یو دغه څوکۍ ته انتخاب کړي.