د خېبر پښتونخوا په سوات کې د جون په ۱۹مه د سيلانيانو يو ګاډی سيند ته پريوتی چې له امله يې اوه کسه سورلۍ مړې او درې ژوبل شوې دي. دا پېښه په بحرين کې شوې ده.
دلته پوليسو او د ۱۱۲۲ ریسکيو چارواکو د جون په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا خلک په سوزکي موټر کې له کالام څخه بونير ته روان وو.
د ريسکيو يو اهلکار وقارخان مشال ريډيو ته وويل چې د پنځوو کسانو مړي موندل شوي او د دوو نورو په هغو پسې يې لټون پېل کړی دی.