د چین د پوځ مرکزي کمېشن مرستیال مشر جانګ یاکسیا د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ مرکز جي ایچ کیو کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لېدلي دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي په دې موقع د پوځ مشر وویل چې د چین پاکستان اړیکې هېمش ښه پاتې شوي دي او د باهمي درناوي او باور په بنیاد ولاړې دي.
تر ملاقات وروسته د پلاویو په کچه هم خبرې اترې وشوې.
د لیدنې پر مهال د باهمي دلچسپیو، سیمه ایز امنیت او د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ په موضوګانو خبرې وشوې.
په ملاقات کې د دفاعي همکارۍ یو شمېر تفاهم لیکونه هم لاسلیک شول.