د روس مخالف مشر الېکسي ناولني ویلي چې هغه په حراست کې تر ساتل کېدو ورسوته خوشې کړل شوی دې.
نوالني او په سلګونه نور مظاهرچیان تېره ورځ په مسکو کې د مظاهرو پر مهال نیول شوي وو.
دا د هغو مظاهرو برخه ده چې په ټول هېواد کې د اېلکسي ناولني لخوا د ولادیمیر پوټېن په څلورم وار د ولسمشرۍ د دور له پېلېدو وړاندې کیږي.
هغه د ځان د خوشې کېدو خبر د يکشنبې پر ورځ په خپله ټویټر پاڼه ورکړ او وې ویل دوی د ده په اړه دوه خبرې لیکلې وې، یو دا چې دغه لاریون یې تنظیم کړی او بله دا چې د پولیسو خبره یې نه ده منلې، خو بيا يې شپې مهال خوشې کړ.
تېره ورځ وروسته له هغه چې ناولني د مسکو په پوشکین څلور لارې کې له لاریون سره یوځای شو ، لږ ساعت وروستو پولیسو ونیولی.
پر دې مهال د پولیسو او مظاهرچیانو تر منځ نښتې هم وشوې.
د پولېسو د څار یوې ډلې تر مخه د ټول هېواد په ۲۶ ښارونو کې د دغو لاریونونو په تړاو ۱۶۱۲ کسان نیول شوي دي.
د راپورونو تر مخه ډېر نیول شوي کسان کم عمره دي.
په مسکو کې ۷۰۳ او تر ۲۳۰ پورې مظاهرکونکي په سېنټ پيټرز برګ کې نیول شوي دي.