د ارمینیا وزیر اعظم سرژ سرکیسیان نن دوشنبه له خپلې چوکۍ ځان ګوښه کړ.
په دغه هېواد کې له ۱۱ ورځو راهیسې خلکو مظاهرې کولې او د وزیر اعظم ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.
سرکیسیان تر دوو دورو جمهوري ریاست وروسته، د اپرېل په ۱۷مه نېټه د ارمینیا وزیر اعظم ټاکل شوی وو.
سرکیسیان نن دوشنبه په اعلامیه کې د مخالفو احتجاجیانو د مشر نیکول پاشینیان په اړه لیکلي چې پاشینیان سم ویل.
سرکیسیان ویلي چې د اعتراض د غلي کولو نورې لارې هم وې چې دی یې پلوي نه کوي او استعفا یې غوره بللې ده.