امریکا پر روس نوي بندیزونه لګوي

رسنۍ وايي، امريکا پلان لري چې پر روس نوي بنديزونه ولګوي، دا وار به هغه روسي اربپتيان په نښه کېږي چې د دې هېواد له ولسمشر ولادميرپوټن سره اړيکې لري.

رويټرز او واشنګټن پوسټد ناڅرګنده امريکايي چارواکو په حواله وايي چې لږترلږه په شپږو روسانو د هغه امريکايي قانون له مخې بنديزونه لګول کېږي چې له مخې یې د امريکا د ۲۰۱۶م کال په صدارتي انتخاباتو کې د ماسکو لخوا د مبينه لاسوهنې په غبرګون کې سزا ورکول لازمي دي.

واشنګټن پوسټ وايي په نوو بنديزونو کې به هغه مالدارهتنان په نښه کېږي چې د جنورۍ په مياشت کې يې د امريکا خزانې وزارت لسټ جاري کړی وو.

په دې کې د روس يوې ګيس کمپنۍ او همداراز د تيلو سرکاري کمپنۍ مشران شامل دي.

رويټرز وايي دغه بنديزونه کېدای شي نن او پوسټ بيا وايي چې سبا به اعلان شي