ولسمشر ټرمپ له محمد بن سلمان سره لیدلي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سعودي عرب له ولي عهد محمد بن سلمان سره لیده کاته کړي او پر سعودي عرب یې د امریکايي دفاعي سامانونو د خرڅلاو ستاینه کړې ده او له ایران سره پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي یې خبرې کړې دي.

محمد بن سلمان له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ایران په ایټمي تړون کې د هغ څه په اړه خبرې وکړې چې دوي یې نیمګړتیاوې بولي او د منځني ختیځ په شخړو کې د ایران د ښکېلتیا پر مخنیوي ورسره وږغېدی.

ولسمشر ټرمپ د ایران د ایټمي تړون د راتلونکي په اړه وویل ، دوی به ګوري چې څه کېږي خو د ده په وینا ایران نه له منځني ختیځ او نه هم له ټولې نړۍ سره مناسب چلن کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل ، په ایران کې ډېر بد څه روان دي او دا تړون به په یوه میاشت کې مخې ته راشي او موږ به وګورو چې څه کېږي.

ولسمشر ټرمپ دهړکه کړې چې که د امریکا کانګریس او د امریکا اروپايي اتحادیان د مې میاشتې تر ۱۲مې په دې تړون کې هغه څه بدل نکړي کوم ته چې نوموړي تباه کوونکې نیمګړتیاوې ویلي نو به دی امریکا له دې تړون څخه وباسي.

ولسمشر ټرمپ د ایران پر بېلسټک توغندي نظام د نویو بندیزونو لګولو او د سیمې په شخړو کې د ایران د ښکېلتیا مخنیوی کولو شرطونه هم یښي دي.