تمه ده چې دا غونډه د د مارچ پر ۲۶مه د کوربه هیواد ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شي.
د روسي اژانسونو په وینا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د فرورۍ پر ۲۳مه په ماسکو کې د روس له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره تر لیدو وروسته وویل چې یو شمیر هیوادو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
عبدالعزیز کاملوف ویلي چې په دې ناسته کې به روس ، چین او امریکا د نړیوالو قدرتونو په استازیتوب او پاکستان ، ایران او هند به د سیمه ییزو په استازیتوب ګډون پکې وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې سعودي عرب ، متحد عربي امارات او ترکي ته هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره بلنلیک استول شوی دی او هم به د منځنۍ اسیا د هیوادونو استازي پکې ناست وي.
عبدالعزیز کاملوفویلي چې د افغانستان په اړه جوړېدونکې دې غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتو او اروپایي ټولنې د استازیو هم هرکلی کیږي.
دا له هغه وروسته ده چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د ۲۰۱۸م کال په پیل کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د دې کنفرانس د جوړیدو وړاندیز کړی وو.
عبدالعزیز کاملوف ویلي چې ازبکستان د یوه ګاونډي په توګه د افغانستان ناامنیو ته
اندیښنه لري.