په ملګرو ملتونو کې د روس استازي ويلي مسکو فکر نه کوي چې د ایران له خوا په یمن کې حوثي یاغیانو ته د توغندیو ورکولو د تور په اړه امریکا پوره ثبوتونه وړاندې کړي دي. د روس استازي واسیلي نبینزیا اشاره کړې چې هغه به د تهران خلاف د نورو بندېزونو مخالفت کوي.
دا خبره نوموړي پرون واشنګټن ته د رسېدو او هلته د ثبوتونو تر کتلو وروسته کړې ده. سفیر د میزایل هغه ټوکړې هم ولیدلې چې د امریکا په وینا ایران خوثي یاغیانو ته ورکړي وو او هغوي بیا تېر کال د نومبر په میاشت کې د امریکا اتحادي سعودي عرب لور ته توغولي وو.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکي هیلې د ثبوتونو د کتو لپاره د جنورۍ په نهه ویشتمه نېټه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې خپل همکاران واشنګټن سره نیزدي یو پوځي مرکز ته بوتلي ول.
امریکا په ملګرو ملتونو زور راوړی چې یاغیانو ته د توغندیو ورکولو لپاره د تهران سره حساب وکړي.