محمود خان اڅکزی: د پښتنو پر حالاتو نړیوال کانفرنس پکار دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان پرمختیا لپاره ضروري ده چې ټولو قامونو ته خپل ایني حقونه ورکړل شي. نوموړي د اتوار په ورځ د خیبر پښتونخوا د سوات په خوازه خېله کې یوې ولسي غونډې ته وویل چې د قبایلي سیمو د راتلونکې پرېکړه دې د هغه ځای د ولسونو په خوښه وکړل شي. محمود خان اڅکزي دا هم وویل، د پښتنو د بدنامولو هڅې روانې دي نو باید ټول پښتانه دې یې پرضد یو نړیوال کانفرنس راوبولي. له سواته د نیاز احمد خان راپور