د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د بیت المقدس په اړه د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته ویلي دي چې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره نه ویني.
ټاکل شوې چې پېنس د ډېسېمبر تر ۲۵مې مخکې اسراییلو ته ورشي.
عباس پر فلسطینیو وګړو غږ کړی دی چې د یکشنبې پر ورځ هم خپلو مظاهرو او احتجاج ته دوام ورکړي.
د محمود عباس سلاکار مجدي الخالدي د خالي (شنبې) پر ورځ وویل، امریکا د بیت المقدس په اړه له پرېکړې کولو سره له ((ټولو سرو کرښو)) تېره شوې.
د محمود عباس ګوند یوه لوړپوړي مشر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، مایک پېنس ته په فلسطین کې هرکلی نه وايي.
بیت المقدس د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو لپاره یو ډول سپېڅلی حیثیت لري.
د ډېسېمبر پر نهمه د مصر د قبطي کلیسا مشر تواضروس دویم هم په یوه بیان کې ویلي چې د بیت المقدس په اړه د پرېکړې په احتجاج به له مرستیال امریکايي ولسمشر سره و نه ویني.