باجوه: د افغانستان امن تر هرچا د پاکستان لپاره مهم دی

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وايي، په افغانستان کې امن او سوله د نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان لپاره ډېر ارزښت لري او ټینګار کوي چې په دې لړ کې یې تر خپله وسه هلې ځلې کړي دي.

جنرال باجوه دا څرګندونې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر جنرال جوزف ووټل سره په راولپېنډۍ ښار کې د لیدنې پر مهال کړي دي.

جوزف ووټل

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار په دې اړه د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم ۴۵» په یوه خپور کړي بیان کې ویلي:

"د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل له جنرال جاوېد قمر باجوه سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې د امنیت، د پاکستان او افغانستان د پولې سمبالښت او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر مثبت رول خبرې وکړې."

د پوځ بیان د امریکايي او پاکستاني پوځي چارواکو د لیدنې په اړه په خپور کړي بیان کې کاږي:

"باجوه جنرال ووټل ته وویل چې په افغانستان کې سوله غواړي او د دې لپاره یې پر محدودیتونو سربېره اقدامات کړي دي، خو افغانستان «په ځواب کې» هغه هڅې نه دي کړي چې ورته په کار وې،ځکه چې لا هم «د کرښې له هغې خوا بریدونه» کېږي."

جنرال باجوه په داسې حال کې د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه بللې چې افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې د حقاني ډلې په ګډون د هغو ورانکارو وسله والو ډلو په ځپلو کې جدي اقدام نه کوي چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کوي.

خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پر ضد له توپیر پرته د جدي اقداماتو یادونه کوي او برعکس تور لګوي چې وسله وال ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او له هغه ځایه پر پاکستانیو ځواکونو بریدونه کوي.

که څه هم د افغانستان حکومت لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ د هغو تازه ادعاوو په اړه چې ګنې وسله وال بريدګر له افغانستانه ورځي او پر امنیتي پوستو یې بریدونه کوي، څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې دا ډول تورونه بې بنیاده بللي او تور یې لګولی چې وسله وال په پاکستان کې مرکزونه و پټنځایونه لري او دغه خاوره یې پر ضد کاروي.

راپور: ذبیح مومند