سپینه ماڼۍ وايي د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پينس دکوسوو هيواد حوصله افزايي کړې ده چې له ګاونډي هيواد مانټينیګرو سره د سرحد ټاکنې تړون ومني.
مایک پینس تيره ورځ په داسي حال کې د کوسوو له ولسمشر هاشم تاچي سره په واشنګټن کي ملاقات وکړ چې دوه ورځې مخکې د کوسوو نويوزير اعظم ويلي وو چې د پولې د معاملې په اړه هيڅ اخيري نيټه نه لري.
بل پلو اروپايي ټولنې پر کوسوو ټينګار کړی چې که غواړي ولس يې د یادې اتحاديې غړیو هيوادونو ته بغير ویزې سفر وکړي نو د پولې معامله دې لازمي منظوره کړي.
سپینې ماڼۍ په يو بیان کې د مایک پینس له خولې لیکلي چې له ډیرو مودو روانې د دې پولې د معاملې تر څنګیې د يو خپلواکه ، جمهوري او خوشاله کوسوو لپاره د امریکايي ملاتړ هوډ هم کړی دی.
کوسوو له سربیا د ازادۍ اعلان په ۲۰۰۸م کال کې کړی وو او تر دا مهاله ۱۱۵ هيوادونو د کوسوو ازادي منلې ده خو بلغراد لا هم نده منلې.