د امریکا او روس جنرالانو مخامخ لیده کاته کړي

د امریکايي پوځ جنرالان

د امریکا د دفاع وزارت وايي، روانه اوونۍ د هغه هېواد او روسیې جنرالانو په لومړي ځل مخامخ سره لیدلي چې په شام کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د جنګېدو پر وخت په خپل منځ کې د حادثاتي نښتو مخه ونیسي.

د دفاع وزارت تېر ماښام دا خبره تر هغې وروسته په ډاګه کړه چې روسیې امریکا ته خبرداری ورکړ چې که په ختیځ شام کې د امریکا په ملاتړ د کردانو په مشرۍ ملېشو پر حکومتي ځواکونو برید وکړ نو دوی به سمدستي ځواب ورکوي.

په بغداد کې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې پر ضد د جنګېدونکي اېتلاف ویاند راین ډېلن د دفاع وزارت یوې غونډې ته وویل، امریکايي او روسي ((جنرالانو په لومړي وار مخامخ سره خبرې وکړې او نقشې او انځورونه یې ولیدل.))

ده وویل، په تېره یوه میاشت کې په شام کې روسیو او امریکايي ځواکونو له یو بل سره په ټېلېفون خبرې کولې چې پر یو بل د ډزو مخه ونیسي.

تر دې وروسته د امریکا د دفاع وزیر جېمز میټېس خبریالانو ته وویل، دی د شام پر خاوره له روسیو ځواکونو سره د حادثاتي نښتې واقع کېدو ته اندېښمن نه دی.