د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره وار له مخه نیویارک ته رسېدلي دي.
له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او ولسمشر اشرف غني سره د خپلو هیوادونو لوړپوړي پلاوي هم ملګري دي.
تمه ده چې وزیراعظم خاقان عباسي به د یو شمیر نورو هېوادونو له مشرانو سره د ملاقاتونو ترڅنګ لهافغان ولسمشر اشرف غني سره هم لیده کاته وکړي.
د افغان ولسمشر د دفتر سرچینې وايي چې ولسمشر غني به د سېشنبې په ماښام د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته وینا وکړي.
خو د سرچینې په وینا ، نوموړی به تر خپله دې مهمه وینا وړاندې له پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره وویني.
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي اوولسمشر اشرف غني په داسې وخت کې سره ویني چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې کړکېچنې دي.
دا به د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې هم وي.
بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو سیکترې پرون په نیویارک کې د امریکا او افغانستان د بهرنو چارو له مرستیال وزیرانو سره لیده کاته کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر لخوا بیګا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تهمینه جنجوعه تیره ورځ په نیویارک کې د افغانستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر حمکت خلیل کرزي سره ملاقات وکړ.
خبرپاڼه لیکي چې د تهمینه جنجوعه اوحمکت خلیل کرزي په دې غونډه کې پر دوه اړخیزه معاملو خبرې اترې وشوی.
میرمن جنجوعه په دغه موقع ویلي چې اسلام اباد په افغانستان کې د تلپاتې امن لپاره همکارۍ ته تیار دی او دا چې د افغانستان امن د پاکستان او سیمې د امن لپاره ډیر مهم دی.
بلخوا د پاکستان سرکاري رسنۍ وایي چې میرمن جنجوعه پرون په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ټام شېنن سره هم ملاقات کړی دی.
د خبرپاڼې په لیکنه ، په دې لیدو کتو کې هم د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې تګلاره خبرې اترې شوي دي.