ببوزې پلورم او د زوی د زده کړو لګښت برابروم

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور اوسېدونکې یوه کونډه ښځه چې ببوزې (لاسي پکي) پلوري او د خپلو بچیانو د زده کړو او د کور خرچه پرې چلوي. د دې زوي منور خان د ګوجر ګړۍ په سکول کې لسم ټولګي کې اول نومره راغلی او نن ورته اعلا وزیر خیبر پښتونخوا یو لېپ ټاپ هم په انعام کې ورکړ. د مشال راډیو خبریال شبیر احمد جان له دغه مورکۍ او د هغې له زوی سره خبرې کړې.