د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي ، وسله وال هڅه کوي چې پر ملکي اهدافو او عبادت ځایونو په بریدونو د جګړې شکل بدل کړي.
دا څرګندونې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په کابل کې د پروني ځانمرګي برید په غبرګون کې کړې دي.
هغه وویل ، د ترهګرو کار د عامو خلکو وژل او پر سپیڅلو ځایونو بریدونه کول دي. د جګړې ماهیت بدل شوی دی ځکه دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، په کابل کې د امریکا سفارت ته نزدې د نوي کابل بانک پر یو څانګه په پروني ځانمرګي برید کې پنځه عام کسان وژل شوي او اته نور ټپي شوي دي.
وسله والو طالبانو یې زمه واري منلې ده.