د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي د لوړ پوړو امریکايي او پاکستانيو پوځي چارواکو ترمنځ دا ملاقات په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ په مرکز کې تر سره شوی دی.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګه زیاتوي چې په دې لیدو کتو کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه هم خبرې شوې دي.
دا په داسې وخت کې ده چې په همدې ورځ د امریکا نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د نهايي کولو لپاره، د امریکا په کمپ ډیویډ کې د خپلو سیاسي او پوځي چارواکو مهمه غونډه رابللې وه.
د پاکستاني پوځ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې جنرال قمر جاوید باجوه امریکايي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دوی پر خپله خاوره د هر ډول توپیر او امتیازه پرته د ټولو ترهګرو پر ضد عملیات کړي او هم دا شان یې د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان او امریکا همکاري مهمه بللې ده.
بیان زیاتوي چې د پاکستان د پوځ مشر د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د امنیت د ښه والي په لړ کې له افغان امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره د نېږدې همکارۍ ژمنه کړې ده.
امریکايي او افغان چارواکي په دې باور دي چې پاکستان پر خپله خاوره د حقاني شبکې د وسله والو په ګډون، د هغو وسله والو پر ضد اقدامات نه کوي چې په افغانستان کې ترهګري کوي او د پاکستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کاروي.
د امریکا دې پوځي پلاوي په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې پر یو بل د تورونو د لګولو له امله ترینګلې شوې او واشنګټن او کابل له اسلام اباده غواړي چې د ترهګرو پر ضد دې کوټلي او جدي ګامونه پورته کړي.
ذبیح مومند