د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په نسبت ښه و.
د هملند د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیعالله قلم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په ۶۹۴۹۰ هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي وو چې یو هکتار ځمکې يې ۴،۵ مټریک ټنه غنم حاصل ورکړی دی.
نوموړی وايي چې دغه غنم د هلمند به پنجوايي، خانشین، ناوې، نادعلي، مارجې، ګرشک او ځینو نورو سیمو کې کرل شوي وو.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د هلمند غنم تر ډېره حده ګاونډیو ولایتونو ته انتقالېږي.