امريکا او اروپايي اتحادیانو یې پر ايران د اقدام غوښتنه کړې

امريکا او د هغې درې اروپايي اتحاديانو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې ايران ته د دې هېواد لخوا د سټېلايټ وړونکي توغندي جوړولو په غبرګون کې يو څرګند پیغام ولېږي ځکه د غربي طاقتونو په نظر دا به د سيمې پر ثبات منفي اغېز وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هېلې د اګست پر دوهمه نېټه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يو ليک کې ويلي چې د دې توغندي جوړول د ايران د ډاروونکي او پاروونکي اقدام استازيتوب کوي.

د امريکا، فرانس، جرمني او بريتانيې په استازيتوب په ليکل شوي دې ليک کې پر امنيت شورا غږ شوی چې د تهران د پاروونکي اقدام په مقابل کې دې پر مناسب غبرګون بحث وکړي.

په ليک کې ويل شوي چې د توغندي جوړول د ملګرو ملتونو له هغه پرېکړه ليک سره سمون نه خوري چې په ۲۰۱۵م کال کې ايران او د نړۍ شپږو طاقتونو لاسليک کړی وو.

په هغه کې پر دې سلا شوې وه چې تهران به پر هغه د لګېدلو بنديزونو په بدل کې خپل اټومي او د بېلسټک توغنديو پروګرام محدودوي.

بلخوا د روسي خبري اژانس په خبره په ملګرو ملتونو کې د روس نوي سفير واسيلي نيبېنزيا د اګست پر دوهمه نېټه په نيويارک کې خبريالانو ته وويل چې روس فکر نه کوي چې د ايران لخوا د نوي توغندي جوړول دې د اېټمي تړون سرغړونه وي.

ايران د جولای پر ۲۷مه نېټه د سيمرغ په نامه خپل ټولو پرمتللی توغندی جوړ کړی چې د سټېلايټ وړلو توان لري.

امريکايي چارواکو ويلي چې دا ډول ټېکنالوجي اېټمي مواد وړلای شي او د دفاع وزارت په وينا دا ټېکنالوجي د بېن البراعظمي بېلسټيک توغنديو د پرمختک لپاره کارېدای شي.