ترکیه د عربي هیوادونو ترمنځ کړکیچ ختمول غواړي

د ترکي ولسمشر رجب طيب اردغان

د ترکي ولسمشر رجب طيب اردغان چې دا وخت د سعودي عرب، کویت او قطر به دوه ورځني سفر دی وايي، د خليج هېوادونو سياسي کړکېچ اوږدېدل د هيڅ يوه هېواد په ګټه نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عرب، مصر، بحرين او متحده عرب امارات پر دې تور له قطر سره هر ډول سفارتي او اقتصادي تعلقات ختم کړي چې د دوی په وينا دوحه د اسلامي سختدريځو مالي کومک کوي او د دوی له سيال هېواد ايران سره نږدې اړيکې لري.خو قطر دا تورونه ردوي.

د يکشنبې په ورځ له استنبول هوايي ډګره د روانېدو پر مهال رجب طیب ارغان پر دښمن تور پورې کړ چې د وروڼو هېوادونو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي.

نوموړي وويل چې سعودي عرب د خليج هېوادونو ځواکمن هېواد دی نو بايد د لانجې په هوارلو کې لوی رول و لوبوي.

خو البته ده پر سعودي عرب مخامخ تنقيد کولو کې له احتياطه کار واخېست.

رجب طیب اردغان لومړی کويت ته ځي چې په دې بحران کې د منځګړي کردار ترسره کوي او له بيا به هم د يکشنبې په ورځله سعودي باچا سلمان سره ويني. نوموړی به د دوشنبې په ورځ قطر ته ځي او سفر به پای ته رسوي.

د بحران په حلولو کې د امريکا په ګډون نورې نړيوالې هڅې تر اوسه پورې لا هم ناکامه دي.