د اوکراین او جورجیا ولسمشران پر دې سره سلا شوي دي چې په اروپايي ټولنه د ورګډو په اړه به همکارۍ سره کوي.
د جورجیا ولسمشر - جیورجي مرویلاش ویلي – او د هغه اوکرایني سیال پیرو پوروشینکو دا اعلان د سېشنبې په ورځ د جورجیا په پلازمېنه تیبلیسي کې وکړ.
د جورجیا ولسمشر خبریالانو ته وویل ، موږ پر دې سره سلا شوي یو چې په اروپايي ټولنه د ورګډېدو په اړه خپله همکاري زیاته کړو.
ولسمشر پیترو پوروشینکو وویل ، موږ به خپله ازادي ، مځکنۍ بشپړتیا او جمهوریت په ګډه ساتو.
نوموړي ویلي چې جورجیا او اوکراین دواړه له یو ډول پارونې او دهړکو سره مخامخ دي.