" د نړۍ ۸۰ فیصده هیروین لا هم په افغانستان کې پیدا کېږي"

د امریکا د نشه يي توکو ضد مبارزې او د قانون عملي کوونکې نړیوالې ادارې مرستیال ویلیم براون فیلډ وايي، لا هم د نړۍ په سلو کې اتیا برخې هیروین په افغانستان کې تولیدیږي او وسلوال طالبان د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس لري.

ویلیم براونفیلډ د سېشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا اوس بیخي څرګنده ده چې نشه يي مواد په هغو ولایتونو کې کرل کیږي چې وسلوال طالبان په کې نفو‌‌ذ لري.

نوموړې وسلوال طالبان د یوې داسې ډلې په توګه یاد کړل چې د ترهګرو فعاليتونو تر څنګ د نشه يي موادو کاروبار هم کوي .

ویلیم براون فیلډ وویل،افغانستان د نشه یې موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې یو لړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي خو د نشه يي مواد د کرکیلې په ختمولو کې يې لا هم هڅې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.