ننګرهار: ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د پنجشنبې په سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د وسله والو طالبانو لخوا توغول شوی هوان د غنې خيلو ولسوالۍ شيرګړ بازار په سیمه کې لګېدلی چې له امله يي ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي د اتو تنو زخميانو درملنه شوې او د شپږو نورو روغتيايي وضعیت نازک وو چې د درملنې لپاره د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي.