ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د راتلونکي اتوار پر ورځ په رسمي سفر د یوکراین سر ښار کییف ته ولاړ شي او د اوکراین له ولسمشر پیترو پروشینکو سره خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې ټیلرسن به د سفر پرمهال د یوکراین پر واکمنۍ او مځکنۍ بشپړتیا ټینګار وکړي او د یوکراین له حکومته به وغواړي چې اصلاحاتو ته ادامه ورکړي.
د یوکراین د ولسمشر دفتر پرون وویل چې پروشینکو به له ټیلرسن سره د کیف او واشنګتن د اړیکو پر پیاوړتیا وغږیږي او هڅه به وکړي چې په یوکراین کې د روسیې د مداخلې د مخنیوي لپاره هڅې لاپسې همغږه کړي.له ادعا سره سم روس د یوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.
په یوکراین کې د دوه زره څوارلسم کال له اپریله راپه دې خوا د جګړو پر مهال تر لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي.