امریکا د سېشنبې په ورځ د دې خبرې پخلی کړی دی چې شمالي کوریا د بین البراعظمي بېلسټک توغندي ازموینه کړې ده.
امریکا دا د خپل ځان او اتحادیانو پرضد د دهړکو نوې پارېدنه بللې ده.
د امریکا دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د دې خبرې کړی دی چې د شمالي کوریا په وینا، د دوی دا توغندی د هایډروجن بم غوندې په پراخه کچه اټومي وسلې وړلی شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ویلي چې د شمالي کوریا دا ازموینه د ټولو هیوادونو لپاره یوه دړکه ده او پرضد یې نړیوال ګام په کار دی.