ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادمیر پوټین سره ویني

ولسمشر ډونلډ ټرمپ

سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې راتلونکې میاشت به ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جرمني په همبورګ کې د لوی اقتصاد لرونکو ۲۰ هېوادونو ډلې په سرمشریزه کې له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره وویني.

د امریکا د ملي امنیت مشاور جنرال اېچ. ار. مېکماسټر تېره ورځ خبریالانو ته وویل، له پوتین سره د ملاقات ((څه خاصه اجنډا)) نشته خو ټرمپ به پر هغو ((موضوعاتو ټینګار کوي چې په اړه یې خبرې کول غواړي.))

د جي – ۲۰ هېوادونو سرمشریزه د جولای پر اوومه او اتمه کېږي. په دې سرمشریزه کې به د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې، د اب و هوا پر بدلون، ازاد تجارت او نورو موضوعاتو خبرې کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د شورو یا چارشنبې پر ورځ ویلي ول چې د ده په ګومان، ټرمپ او پوتین به د غونډې پر مهال له یو بل سره وویني.