چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز په نوم د میلياردونو ډالرو په لګښت یوه پروژه پلې کوي چې له دې سره به چين منځني ختيځ هېوادونو او اروپا ته لاره ومومي او د پاکستان د برېښنا او انرژۍ د کمښت ستونزه به تر ډېره بریده حل شي.
پاکستان له چين سره د اقتصادي دهلېز د جوړولو په پروژه کې له ځينو ننګونو سره مخامخ دی.
د دغه هېواد د پلان وزیر احسن اقبال وايي، دا ستونزې پر دې سربېره هم شته چې دا اقتصادي پروژه به د پاکستان لپاره ډېرې اقتصادي ګټې ولري.
چين ژمنه کړې ده چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژو به د ۵۷ میليارده ډالرو پانګونه کوي.
دا د هغه اقتصادي پلان برخه ده چې چين به له منځني ختيځ او اروپا سره ونښلوي.
د چين ولسمشر شي جین پېنګ د اقتصادي دهلېز دا پروژه په ۲۰۱۳ کال کې وړانديز کړه خو تر اوسه یې جزيات نه دي بشپړ شوي.
د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال د چین په داليان ښار کې نړيوال اقتصادي فورم ته د چارشنبې په ورځ په خبرو کې وويل چې دا ستونزې تر اوسه نه دي حل شوي.
اقبال ويلي چې ده دوه کاله له وزيرانو سره په غونډو کې د پالېسۍ د هماهنګ کولو په خاطر غونډې جوړې کړي دي، خو د پاکستان ولایتونه په دغې پروژه کې زیاته ونډه غواړي او له يو بل سره سیالي کوي.
اقبال په خپلو خبرو کې وويل چې حکومت د کورنيو او بهرنیو برخه لرونکو لورو د هماهنګ کولو لپاره يو مېکانيزم رامنځته کړی دی، خو د دې مېکانيزم په اړهيې نور معلومات ورنهکړل.
چين او پاکستان غواړي د دې اقتصادي دهلېز له مخې د رېل، سړکونو او انرژۍ د تأسيساتو یوه شبکه جوړه کړي.
پاکستان د دې پروژې ډېر ملاتړ کوي او دا ځکه چې د دې نوښت له لارې به د پاکستان د برېښا او انرژۍ ستونزه تر ډېره حل شي.