'چین د افغانستان – پاکستان روغه کوي'

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان وزیر اعظم بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج سره د خبري غونډې پرمهال. ۲۰۱۵م کال

د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار وايي، چین د اسلام اباد او کابل اړیکو ښه کولو کې لېوالتیا ښودلې ده.

له مشال راډیو سره په خبرو کې سلاکار سرتاج عزیز وویل چې د همدې مقصد په خاطر به د روانې جون میاشتې په پای کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اسلام اباد او کابل دوره کوي.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه نه ده روانه چې چین منځګړتوب وکړي بلکې هغه د یوه سهولتکار په توګه راوړاندې شوی دی.

د بهرنیو چارو سلاکار زیاته کړه چې په استانا کې د پاکستان وزیراعظم او افغان ولسمشر ترمنځ ډېر ښه ملاقات وشو او دا یي وویل چې د تورونو لګولو لوبه ډېره وشوه، راشئ چې مخ په وړاندې ولاړ وشو او د دې لپاره لومړی پر یو بل ډاډ او باور پرځای کول پکار دی، نو ظاهره ده چې، چين هم ډېر لیواله دی چې د پاکستان او افغانستان اړیکي ښه شي.

راپورونه د افغانستان د ولسشمر دفتر په حواله وایي چې د پاکستان او افغانستان اړیکي ښه کولو په غرض د چین خارجه وزیر به ډېر ژر له افغان چارواکیو سره ملاقاتونه کوي.

د یاد دفتر په وینا چې د چین خارجه وزیر به د افغان حکومت او طالبانو ترمینځه د خبرو اترو لپاره ګمارلې د څلور - اړخیزه همغاړیتوب ډلې غړيو هېوادونو ترمینځبه د لیدو په باب هم خبرې کوي چې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا یې غړي دي.

د دوی ترمنځ غونډې تر هغه ورسته د ځنډ ښکار شوې چې کله په ۲۰۱۵م کال په بلوچستان صوبه کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په یوه ډرون برید کې ووژل شو.

د چین له لوري د سهولتکار کردار اداکولو وړاندیز په داسې وخت کې راغلی چې د اسلام اباد او کابل ترمینځه اړیکې کړکېچنې دي.

افغانستان په کابل کې د وروستي خونړي برید تور پر پاکستان پورې کوي خو اسلام اباد یې ردوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل چې د قازقستان په پلازمېنه استانا کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ملاقات کې دا اصولی فیصله شوې وه چې د تاوتریخوالي کمولو او د غلط -فهمیانو لیرېکولو لپاره نه یواځې خبرې اترې ضروري دي بلکې د یو طریقه-کار له لارې خپلو اندېښنو ته پام هم راګرځول دي.

سرتاج عزیز هیله وښودله چې د دواړو مشرانو تر لیدنې وروسته د حالاتو ښه کیدو امکان دی.