د خېبر پښتونخوا په هري پور ضلع کې نامعلومه وسله والو یو خبريال بخشش علايي وژلی دی.
د هري پور ضلعې د پوليسو مشر شهزاد نديم خبريالانو ته ويلي چې دوی د پېښې پلټنې کوي او ژر به ملزمان ونيول شي.
د وژل شوي خبريال ورور محمد ارشد ويلي د ناپېژاندو کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او ويلي يې دي چې د دوی له هېچا سره دښمني نه لري.
بخشش علايي د اردو ورځپاڼې کې - ټو ټايمز او اخبار خېبر د هري پور ضلعې بيورو چيف وو.
د بخشش علايي د وژنې پرضد نن په ټول ملک کې د خبريالانو سازمان پي اېف يو جی پشمول يو شمېر تنظيمونو د احتجاجونو اعلان کړی دی.