روسي چارواکي وايي، د سایبریا په مینوسینسک ښار کې د یوې ورځپاڼې مدیر مسؤل په ډزو وژل شوی دی.
چارواکي وايي، کيدای شي هغه د خپل کار په تړاو وژل شوی وي.
د سایبریا په کراسینورسک کرای کې د تحقیقاتو د یوې ډلې ویاندې اولګا دیګید ویلي د ورځپاڼې د مدیر مسؤل ډیمیټري پوپکوف مړی پرون شپه ناوخته د هغه له کوره په مینوسینک ښار په داسې حال کې موندل شوی چې په بدن یې د زیاتو ډزو ټپونه ښکارېدل.
تحقیقاتي ډلې د پوپکوف د وژنې د دلایلو د راټولولو لپاره قضیه پرانیستې او یوه پهکې د هغه د حرفهيي کارونو مسئله ده.
د رسنیو مدافع ډلو ویلي چې روسیه کې هغه ژورنالیستان چې په لویه او وړه کچه په چارواکو پسې رپوټونه جوړوي په ځان د حملې خطر قبلوي او باید هغه کسان محاکمه شي چې دا ژورنالیستان وژني یا یې ځوروي.
د ژورنالیستانو د خوندیتوب نیویارک مېشتې کمېټې ویلي، په روسیه کې له ۱۹۹۲ کال راهیسې د ۳۷ هدفي وژنو په شمول ۵۷ ژورنالیستان وژل شوي دي.