اصف زرداري: پاکستان باید له ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف زرداري

د تېر یوه کال په اوږدو کې پاکستان نه یوازې له افغانستان سره خپلې مهمې لارې دوه ځله تړلې دي بلکې د دې هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ هم دوه ځله نښتي شوې دي.

د پاکستان د پیپلز ګوند شریک مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري ویلي دي چې حکومت د اصلاحاتو په نوم قبایلي ولس تیر باسي او حکومتي غړي هم د هغه کمیټۍ د سپارښتنو مخالفت کوي چې دوی پخپله جوړه کړې وه.

په پېښور کې د چارشنبې پر مازدیګر یوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت نوموړي زیاته کړه چې قبایلي ولس ته هم هغه حقونه ورکول پکار دي کوم چې د هېواد د نورو سیمو خلکو ته ورکړل شوي دي.

په سیمه کې د امنیت په موضوع د یوې پوښتنې په ځواب کې آصف علي زرداري وویل چې د ده په فکر نواز شریف د ملک حالت نه شي سنبالولای.

اصف علي زرداري زیاته کړه چې له لرې هېوادونو سره اړیکې ساتل ښه خبره ده خو باید له ګاونډي هېوادونو سره هم ښه اړیکې وساتل شي.

پخواني ولسمشر زرداري دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې سختې کړکېچنې دي.

د تېر یوه کال په اوږدو کې پاکستان نه یوازې له افغانستان سره خپلې مهمې لارې دوه ځله تړلې دي بلکې د دې هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ هم دوه ځله نښتي شوې دي.

په تورخم او چمن کې د شوو دې وسله والو نښتو په ترڅ کې دواړو غاړو یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

آصف علي زرداري په پېښور کې پنځه ورځې تیرې کړې او هلته يې د ګوند د سیاسي مشرانو په ګډون د ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو له میندو او پلرونو سره هم وکتل.

خبري کانفرنس ته د وینا پر وخت نوموړي دا هم وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جنګ پر دوی د ځیني ناپوهه خلکو له کبله ورتپل شوی دی.

نوموړي وویل چې حکومتونه هم د ترهګرۍ پر ضد د یوې متبادل مفکورې په جوړولو کې پاتې راغلې دي.