ولسمشر غني: د سولې لپاره بايد د ښځو دريځ واورو

ولسمشر محمد اشرف غني او لومړۍ مېرمن رولا غني (بي بي ګل)

ولسشمر محمد اشرف غني وايي په هېواد کې د جنسیتي بې عدالتیو مهم لامل د جنګ دوام دی او له ليک لوست څخه د بې برخو ښځو شمېر د نارینو په پرتله درې برابره دی.

ولسمشر غني نن په کابل کې (افغان مېرمنې: د سولې استازې) په نوم جوړې شوي يوې غونډې ته وویل چې ښځې د جنګونو رامنځته کوونکې نه بلکې قربانیانې يې دي. هغه زياته که چې د سولې لپاره بايد د ښځو دريځ واوريدل شي،

هغه وويل: "ښځې د روانې تپل شوې جګړې لويې قربانیانې دي. دوی د جنګ عاملانې نه دي خو د جنګ شهیدانې دي. دا یوازې د تپل شوې جګړې فتنه نه ده چې افغان مېرمنې یې واضح مخالفت کوي بلکې د نورو ټولنيزو فتنو په مقابل کې هم د دوی دریځ د زياتې ستاینې وړ دی."

ښاغلي غني وویل سره له دې چې روانې جګړې د ښځو په ژوند ډېر ناوړه اغېز کړی خو بیا هم افغان مېرمنو په تېرو ۱۶ کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي. هغه له مېرمنو وغوښتل چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په برخه کې خپلې سپارښتنې له حکومت سره شرېکې کړي.

په دې غونډه کې کې د ولسمشر ترڅنګ، لومړۍ مېرمن رولاغني او يو شمېر مدني فعالانو هم خبرې وکړې.