“مریخ ته د نوي راکټ په لومړي الوت کې خلاباز نه لیږو”

ناسا ویلي ، داسې کولو سره ډیر لګښت راتللې شي. د امریکا خلا باز ادارې پرون د ۲۳ اربه ډالره نوي توغندي ازموینه هم د تکنیکي چیلنجونو یادولو سره تر ۲۰۱۹م کال پورې وځنډوله.

د امریکا خلايي ادارې ناسا د سپینی ماڼۍ هغه غوښتنه رد کړی ده چې مریخ ته د سفر لپاره جوړ شوې نوي راکټ په لومړي الوت کې دې خلاباز شامل کړل شي.

ناسا ویلي ، داسې کولو سره ډیر لګښت راتللې شي. د امریکا خلا باز ادارې پرون د ۲۳ اربه ډالره نوي توغندي ازموینه هم د تکنیکي چیلنجونو یادولو سره تر ۲۰۱۹م کال پورې وځنډوله. ناسا پلان لري چې د توغندې په دویم پرواز کې به خلاباز شامل کړي.

ناسا وايي، په لومړي پرواز کې د ژوند سهولتونو او د انسان لپاره ضروري سامان برابرول به د ۶۰۰ ملینو نه تر ۹۰۰ ملینو پوری اضافي مالي لګښتونه او وخت واخلي.