د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې له افغانستان سره د تروریزم او مخدره موادو پر وړاندې په ګډه مبارزه کې همکاري کوي.
جواد ظریف چې نن په کابل کې دی، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره یې په یوه ګډه خبري غونډه کې، وویل کابل او تهران د همکاریو ګڼ فرصتونه لري.
"موږ اړتیا لرو چې د ترور، تاوتریخوالي او مخدره موادو پر وړاندې ګډه همکاري او مقابله وکړو او دغه همکاري د افغانستان، ایران، سیمې او نړۍ په ګټه ده."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغه خبري ناسته کې وویل تروریزم او افراطیت د دواړو هېوادونو او نړۍ امنیت ګواښي.
ښاغلي رباني زیاته کړه د ایران او افغانستان ټینګار دادی چې اسلامي سازمان او اسلامۍ نړۍ باید د افراطیت پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل له ایراني سیال سره یې د تروریزم او مخدره موادو سره د مبارزې برسېره د دواړو هېوادونو په اقتصادي او ترانیزیټي اړیکو هم بحثونه کړي دي.