د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، څو چې ولسمشر بشارالاسد واک نهوي پرېښی، د شام جګړه پای ته نهرسېږي.
اردوغان د سېشنبې په ورځ په یوه مرکه کې روېټرز خبري اژانس ته وویل:
"شام باید د بشارالاسد څخه ازاده شي، نو د دې هېواد د شپږ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره به یو هواری پیدا شي."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، اسد سلګونه زره کسان وژلي.
نوموړي زیاته کړه چې یوازې درې میليونه سوریايي کډوال دا مهال په ترکیه کې اوسي، یو نیم مېليون نور په لبنان کې دي او یو میليون هم اردن کې دي.
د اردوغان په وینا، دوی ټولو خپل مورنی هېواد د شام د واکمن له لاسه پرېښی دی.
اردوغان زیاته کړه:
"موږ نور د اسد په موجودیت کې پر یو هواري خبرې نهشو کولای، که نه هڅې به مو بېځایه وي."
اردوغان وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ورته ویلي چې د بشارالاسد مدافع یا وکیل نهدی.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه له ۲۰۱۵ م کال راهیسې د هوايي بمباریو په وسیله د بشارالاسد ملاتړ کوي.
پر روسیې سربېره ایران هم د بشارالاسد د رژیم نېږدې ملاتړی هېواد دی.