د افغانستان اجرایه ریاست وايي، د ولسمشر اشرف غني له خوا له دندې څخه د احمدضیا مسعود د لرې کیدو په اړه له اجرایه ریيس عبدالله عبدالله سره هیڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې.
ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې خپل ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود له دندې لرې کړ.
تر دې مخکې خپله احمد ضیا مسعود د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري له دندې د لیرې کېدو په غبرګون کې ویلي وو چې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو د کتبي ژمنو له مخې هېڅ څوک نه شي کولای چې هغه له دندې لیرې کړي.
خو د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د سېشنبې په ورځ د ښاغلي مسعود له دې څرګندونو وروسته یو واربیا ټینګار وکړ چې احمد ضیا مسعود په ورسپارلو شویو چارو کې بریالی نه و او همهغسې چې د ولسمشر د یو فرمان پر بنسټ ټاکل شوی و، د ولسمشر د فرمان پر بنسټ له دندې لرې شوی دی.