په پاکستان او افغانستان کې د مرګ سزا کمه شوې

د پانسۍ پنده

په پاکستان کې د مرګ سزا ورکول کم شوي دي خو د مرګ سزا اورول کېده په بې سارې توګه زیات شوي دي.

پراګ: د بخښې نړیوال سازمان – ایمنسټي انټرنشنل – وايي ، په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه پاکستان او افغانستان کې د مرګ په سزا ورکولو کې کمی راغلی دی.

ایمنسټي انټرنشنل وايي ، په مجموعي توګه په نړۍ کې د مرګ سزا په ۲۰۱۶م کال کې د ۲۰۱۵م کال پرتله ډېره راکمه شوې ده.

د یادې ادارې له خوا ورکړل شوي مالومات ښي چې په ۲۰۱۶م کال کې په نړۍ کې تر ټولو زیاتې د مرګ سزا ورکونکو هیوادونو کې چین ، سعودي عربستان او عراق شامل دي.

سازمان د پاکستان په اړه لیکي چې په دې ملک کې په ۲۰۱۵م کال کې ۳۲۶ کسان په دار ځړول شوي وو خو په ۲۰۱۶م کال کې هلته ۸۷ کسانو ته دا سزا ورکړل شوې ده.

ایمنسټي انټرنشنل وايي ، پاکستان اوس هم د نړۍ یو له هغو هیوادونو دی چې د مرګ سزا کچه پکې زیاته ده.

سازمان وايي ، داسې اندېښنې شته چې په پاکستان کې د شکنجه کولو له لارې په تورنو کسانو جرمونه منل کېږي.

د رپوټ په لیکنه ، که څه هم په پاکستان کې د مرګ سزا ورکول کم شوي دي خو د مرګ سزا اورول کېده په بې سارې توګه زیات شوي دي.

په تېر کال کې ۱۳۳ کسانو ته پوځي عدالتونو ، ۲۷۷ کسانو ته ولسي عدالتونو او ۳۱ کسانو ته د ترهګرۍ ضد ځانګړو عدالتونو د مرګ سزا اورولې دي.

ایمنسټي انټرنشنل لیکي چې په پاکستان کې پر داسې جرمونو د مرګ سزا ورکول کېږي چې یو هم د نړیوال قانون له مخې په جدي جرمونو کې نه راځي.

یاد سازمان د افغانستان په اړه لیکي چې هلته په تېر کال کې یوازې شپږ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې چې ټولو ته له ترهګرۍ سره په تړلو جرمنو کې دا سزا اورول شوې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکي چې په افغانستان کې هم دا وېره شته چې په جبري توګه به په خلګو دا منل کېږي چې دوی رښتیا هم هغه جرم کړی د کوم په تور چې دوي نیول شوي وو.

ایمنسټي انټرنشنل لیکي چې په ایران کې که څه هم د مرګ سزا ډېره زیاته ده خو په تېر کال کې یې د ۲۰۱۵م کال پرتله کچه ۴۲ فیصده راټیټه شوې ده.

د سازمان د مالوماتو له مخې ، ایران په ۲۰۱۵م کال کې ۹۷۷ کسان په دار کړي وو او په ۲۰۱۶م کال کې یې ۵۶۷ کسانو ته دا سزا ورکړې ده.

په ایران کې هم زیاتره کسانو ته د مرګ سزا د هغو جرمونو په تور کې ورکړل شوې ده چې د ایمنسټي انټرنشنل په وینا ، یو هم د نړیوال قانون له مخې جدي جرم نشي ګڼل کېدای.