'خدای دې د تورخم لار نوره نه بندوي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تورخم پولیټیکل چارواکي وایي د تورخم لار له پرانستلو سره سم په مالونو بار په سلګونه ګاډي او په زرګونه افغان وګړي افغانستان ته اوښتي. د خیبر درې په لاره ګاډي په لیکو کې ودرول شوي دي او امنیتي ځواکونه یې له ځنډ ځند سره پرېږدي. ځینو ډریورانو له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، تر اوږده انتظار او سختو کړاونو پس ډېر خوشاله دي چې پر تورخم اوړي.