په بغلان کې د افغان ځواکونو عملیات
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان بغلان امنیتي چارواکي وايي،د دوشي ولسوالۍ نیکپی درې د بېرته نیولو په عملیاتو کې څو کلي د وسلهوالو طالبانو له ولکې پاک شوي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د پنجشنبې په ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي او ۱۲ وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا عملیات په داسې حال مهال کې پيل شوي چې وسلهوالو طالبانو تېره ورځ د تالا و برفک ولسوالۍ ونیوله.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره یې تکیتکي شاتګ کړی.
ویډیو: بشیر احمد غزالي او ایډیټ ابراهیم صافی