هلمند: ځانمرګي بريد اووه کسان وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن(شنبه) په لښکرګاه ښار کې په يو ځانمرګي برید کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي د پېښې اکثره قربانيان بې وزله ملکي وګړي دي چې په ښار کې يې سوال کاوه. د هلمند ولايت د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې د موټر بم په دغه برید کې ۷ تنه ملکیان او پوځي کسان وژل شوي او شل ملکیان او د ملي پوځ سرتېري ټپیان شوي.راپور، ویډیو او ایډیټ: محمدالیاس داعي