وزیري: ملي اردو کې د ښځو لپاره امتیازات په پام کې نیول شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په ملي اردو کې یې د ښځو لپاره امتیازات په پام کې نیولي دي.

د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې تر یوونیم زر زیاتې ښځې په اردو کې خدمت کوي او ځانګړي امتیازات لري.

دولت وزیري وویل:

"علاوه پر معاش، له هغوی سره ۵۰۰۰ افغانۍ مرسته کېږي چې د قلم، کاغذ او کتابچې او داسې نورو ضرورتونو د پوره کولو لپاره یې مصرف کړي."

ښاغلي وزیري وویل چې په ملي اردو کې د ښځو لپاره لس فیصده برخه په پام کې نیول شوې او دوی د ښځو لپاره په پوځ کې د خدمت ښه شرایط برابر کړي دي.