اسفندیار: حکومت دې ټولګوندیزه غونډه راوغواړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د پوځي عدالتونو او سي پیک په اړه ټول ګوندیزه غونډه دې راوبلي او ددوی اندیښنې دې هم لرې کړي او په دې اړه چې تر اوسه د نیشنل ایکشن پلان له لارې د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې څومره پرمختګ شوی، هغه دې هم په ډاګه کړي.
اسفندیار ولي خان دا غوښتنه هم وکړه چې فاټا دې د خیبر پښتونخوا برخه جوړه کړل شي ،هلته دې وګړ شمېرنه وشي ځکه چې له دې پرته د فاټا اولس ته صحیح نمائندګي نشې ترلاسه کېدای.
نور حال په دې ویډیويي راپور کې چې شبیرجان جوړ کړی دی.