کرمه کې چاودنې تر شلو ډير کسان وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن(شنبه) سهار په کورمه کې يوې چاودنې لږ تر لږه يو ويشت کسان وژلي دي. د پاړه چينار سبزي منډئ کې شوې دې بمی بريد کې خوا او شا اته اويا کسان زخميان شوي هم دي. د شيعه ګانو ځايي تنظيم انجمن حسېنيه په پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر ډير يادوي. د دې تنظيم مشر ملک سراج مشال راډیو ته وويل چې په چادنه کې ۲۶ کسان وژل شوي چې مړي يې په امام باړه کې ايښودل شوي دي. خو د تحريک طالبان پاکستان يو وياند محمد خراساني مطبوعاتو ته ليږلي ايميل کې د دې حملې زمه واري منلې ده او ويلي يې دي چې دا يو ځانمرګی بريد وو. لشکر جهنګوي العالمي، تحريک طالبان حکيم الله مسود او تحريک طالبان پاکستان شهريار مسود ډلو هم د دې حملې زمه واري پر غاړه اخيستې. د پاړه چنار هسپتاليو ډاکټر ممتاز نن مشال ريډيو ته وويل چې اوه مړي په هسپتال کې پراته دي.