په نښانه بازۍ کې واپډا تر پاکستاني پوځ او پولیس مخکې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فاټا اولمپیک اتحادیې او د پاکستان لېندۍ ویشتلو ټولنې له لوري د پیښور قیوم سپورټس کمپلېکس کې د جنورې له لسمې(۱۰) نېټې پیل شوی د لېندۍ ویشتلو اتلولي پای ته ورسېدله. په دې سیالیو کې د څلور واړو صوبو، فاټا او ځینو سرکاري محکمو لکه واپډا، آرمي، اېچ اي سي، او پاکستان پولیس هم برخه اخېستې وه. چې واپډا د پاکستان آرچري فیډریشن د وینا ترمخې په دې چمپین شپ کې په ټیم ایونټ کې د سړو په سیالیو کې پاکستان واپډا اول، پاکستان آرمي دویم او پاکستان پولیس درېیم پوزیشن ترلاسه کړ. د ښځو په ټیم ایونټ سیالیو کې د پاکستان آرمي اول، واپډا دویم او ایچ اي سي درېیم پوزیشن ترلاسه کړ. په دې سیالیو کې د سړو تر څنګ د ملک د نورو برخو په ګډون له فاټا هم په اول ځل ښځینه لوبغاړیو برخه اخېستې وه. د فرهاد شینواري ویډيو