کندهار کې چاودنې مرستیال والي او د اماراتو پنځه ډپلوماټان وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په مېلمستون کې د تېرې شپې د چاودنې تحقیقات کېږي. په دغې چاودنه کې د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي، یو افغان ډیپلومات یما قریشي او پنځو بهرنیو ډیپلوماتانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي، د کندهار د والي او په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي. محمد صادق رښتینی له کندهاره راپور لري .