پېښور او کوټه: له ۱۹۸۴م څخه تر ۲۰۱۶م کلونو پورې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې ۱۹ کاله وروسته د مارچ پر ۱۵مه نېټه سرشمېرنه پېلېږي. تر دې وړاندې په ۱۹۵۱م، ۱۹۶۱م، ۱۹۷۲م، ۱۹۸۱م او ۱۹۹۸م کلونو کې سر شمېرنې شوي دي. د پاکستان د شمارياتو ادارې له مخې په ۱۹۹۸م کال کې د پاکستان ټول نفوس څه باندې ۱۳۰ مليونه و خو اټکل کيږي چې دا شمېر اوس د ۲۰۰ مليونه په شاوخوا کې دی. په لاندې ويډيو کې د ۱۹۸۴م او ۲۰۱۶ م کلونو تر منځ په پېښور او کوټه کې د ګوګل مځکې (سټېلايټ) له لارې ښاري بدلون ته کتنه شوې ده. په پاکستان کې د وسايلو او قومي اسمبلۍ د چوکيو وېش، د بېلا بېلو ژبو د ويونکو شمېر او د داسې نورو چارو پريکړې به د همدغه سرشمېرنې پر بنسټ کېږي. مشال راډيو به دې سرشمېرنې ته پر پوښښ ورکولو سربېره د بېلا بېلو سيمو د نفوس، کورونو، کرهڼې او داسې نورو موضوعاتو په اړه د تېر او اوسني وخت د توپير په اړه معلومات درکوي.