د خیبر پښتونخوا نرښځيانو لپاره حکومتي تګلاره جوړېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا حکومت د نرښځیانو لپاره د یوې تګلارې جوړولو تکل کړی چې چې له مخې یې هغوی په ځانګړیو ښوونیزو زده کړو سمبال او د خپل ژوند چارې په خپله د ترسره کولو جوګه شي. د چارشنبې ورځ په پېښور کې په دې اړه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ځانګړي سلاکار مشتاق غني په مشرۍ یوه غونډه وشوه چې پکې د نرښځيانو صوبايي تنظیم غړیو، وکیلانو او د مدني ټولنیو غړیو صوبايي حکومت ته وړاندیزونه ورکړل. له پېښوره د شبیر احمد جان ویډیو رپورټ